ټولنه

په پنجشيرکې په بې وزلو کورنيو د شيدې ورکوونکو غواګانو ويشل

کابل باختر د لړم پنځمه :
په پنجشير ولايت کې نن په پنځه پنځوسو بې وزلو کورنيو شيدې ورکوونکې غواګانې وويشل شوې.
  د پنجشير د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس محمد رووف يعقوبي  باختر آژانس ته وويل چې د کونړي نسل دغه شيدې ورکوونکې غواګانې د پنجشير د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت د درې او شُتل په ولسواليو او مرکز بازارک کې ويشل شوې دي.
ده وويل چې د دغو شيدې ورکوونکو غواګانو په ويشلو سره دغه اداره غواړي په دغه ولايت کې د بې وزلو کورنيو اقتصادي حالت ښه کړي.
ده زياته کړه چې په هرې کورنۍ د يوه غوا په ويشلو سربېره، په دوى د شيدو د ترلاسه کولو وسايل هم وويشل شول.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته