ټولنه

د عالمانو شورا د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

١٤- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
د افغنستان د عالمانو د سراسري شورا سرپرست د سولې د خبرو اترو د مرکچي هيئت له غړو سره په کتنه کې وويل په هېواد کې د روانو ستونزو په حل کولو کې د ديني عالمانو رول مهم دي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي چې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې له مرکچي هيئت سره وکتل .
په دې کتنه کې د افغانستان د سراسري شورا سرپرست مولوي عطاالله لودين په هېواد کې د سولې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د هېواد د روانو ستونزو په حلکولو کې د ديني عالمانو رول ډېر مهم دى .
په دې کتنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي هيئت رييس د سولې د خبرو د بهير په اړوند هراړخيزې خبرې وکړې .
په دې کتنه کې د شورا غړو له مرکچي هيئت سره خپلې سلامشورې او نظريې شريکې کړې او ويې ويل د عالمانو شورا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي هيئت غوڅ ملاتړ کوي او د خبرو په بهيرکې د دوى د زغم اوحوصلې له امله قدرداني کوي.
د عالمانو شورا د خبرو د دواړو لورو اجندا د قدر وړ وباله او د خبرو له پرمختګ څخه يې هيله څرګنده کړه.
دغه راز د عالمانو سراسري شورا د اسلامي نظام ملاتړ وکړ او اوربند يې ديني فريضه او د خلکو مهمه اړتيا وباله او د اوربند پرټينګښت يې ټيګار وکړاو له دواړو لورو يې وغوښتل چې په زغم او حوصلې سره خبرو ته دوام ورکړي او ټولې ستونزې د اسلامي شريعت له مخې وڅېړي.
دعالمانو د سراسري شورا په اعلاميه کې له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې په هېواد کې د فساد او د نا امنيود مخنيوي لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته