نړۍ

هندۍ ميرمنې اوميړه په خپلې لور ديو ډله ئيز جنسي تيري تورن کسان ونيول

-نوي ډيلي  باختر د لړم ديارلسمه :
  ديوې تنګى پيلغوټې  هندۍ نجلۍ   پلار اومور له هغه وروسته  پوليس دهغو دشکايت تثبتولو ته حاضر نه شول، ددوى په لور دجنسي تيري  تورن کسان دوى په خپله ونيول .
دغه پلار او مور چې دوى هم پوليسان دي وايي چې پوليسو ددوى په لور له دې امله تور لګولى و چې په دې پيښه کې له ځانه يوسينمايي  ماجرا جوړه کړې ده .
دتيري ددغې دوسيې شکايت په پاى کې هغه وخت د پوليسو له خوا ثتبيت شو چې ددغې نجلۍ  پلار او مور ددغې  دوسيې  دوه تنه تورن کسان ونيول او دبوپال ښار دپوليسو ادارې ته يې بوتلل .
ټاکل شوې ده ددغو دوو تنو تورنو کسانو محاکمه له معمول څخه ډير ژر ترسره شي .
نولس کلنه قربانى دتيرې پنجشنبې په ماښام دخپلې زده کړې له ځاى څخه استوګنځي ته ستينده چې دبوپال ښار په مرکز کې تر يوه پله لاندې ددوو تنو له خوا پرې  بريد وشو .
دغو دوو تنو له ساعتونو ساعتونو  ځورونې او جنسي تيري وروسته  په داسې حال کې چې ددغې نجلۍ پيښې اولاسونه يې تړلي وو دوه تنه نور هم خبر کړل  او هغوى هم په دغې نجلۍ  تيرى وکړ .
سيمه ئيزو رسنيو  خبر ورکړ چې دپوليسو څه ناڅه دوه ادارې ددغه ډله ئيز جنسي تيري دشکايت تثبيتولو ته حاضرې نه شوې .
دهمدغو خبرونوله مخې  دپوليسو دوه تنه ماموران ددغه شکايت له تثبيتولو څخه د ډډې کولو په دليل  له کار څخه ګوښه کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته