روغتیا

دټولنې دروغتيايي کارکوونکو ملي ورځ په پنجشير کې ونمانځل شوه

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
دټولنې  دروغتيايي کارکوونکو ملي ورځ نن دپنجشير  په مرکز بازارک کې ونماڼځل شوه .
دغه غونډه دپنجشير  دعامې روغتيا رياست له لوري جوړه شوه اوموخه يې دټولنې دروغتيايي  کارکوونکو قدرداني ،  هڅونه، پېژندنه اوپوهاوي ورکول دي
دپنجشير ولايت مرستيال محمد امين صديقي په دې غونډه کې وويل چې دامکاناتو په پام کې نيولو سره دپنجشير دعامې روغتيا رياست دروغتيايي خدمتونو وړاندې  کول ددغه ولايت په کچه دقدروړ دي .
دپنجشير دعامې روغتيا رييس ډاکتر شيردل دانش وويل چې دلېندۍ دمياشتې څوارلسمه دټولنې دروغتيايي کارکوونکو له ملي ورځې  سره برابره ده او دغه ورځ  کال په کال په مرکز او ولايتونوکې نمانځل کېږي
په دې غوڼده کې  دټولنې يوشمېر روغتيايي کارکوونکو ته ستاين ليکونه هم ډالۍ شول .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته