سیاستخبرونهاقتصادTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هېچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د قومي مشرانو او علماوو په ستره ولسي غونډه کې وویل چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هېچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي.

‎په دې غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، علماوو، د صنعت او سوداګریزو خونو مشرانو، غړو او ځوانانو ګډون کړی و او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان او د هر راز همکارۍ ژمنه یې وکړه.

‎دې غونډې ته د ننګرهار د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي نظام غوره ځانګړنه دا ده چې د خپلو ولسونو له حاله ځان خبر کړي او ننګرهار ته د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او نورو مسؤولینو سفر او له ولسونو سره یې لیدنه د اسلامي نظام غوره ځانګړنه ده.

‎نوموړي غوښتنه وکړه، چې د نظام په اډانه کې د ننګرهار ولایت د مجاهدینو او کادرونو ځای پر ځای کېدو ته دې پاملرنه وشي.

‎د کابل – جلال آباد د دویم سړک رغول، د جلال اباد-تورخم د لویې لارې بشپړول او په ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې او سړک رغولو په برخه کې د پروژو پلي کول د ننګرهار د قومي مشرانو او علماوو غوښتنې وې، چې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره یې شریکې کړې.

‎هغوی دغه راز په تورخم کې د ناروغانو او مسافرو لپاره د آسانتیاوو د برابرېدو د غوښتنې ترڅنګ، د ننګرهار د صنعتي پارک د ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.

‎د ننګرهار د سوداګریزې خونې مشر حاجي ګل مراد عرب په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د سوداګرو او ناروغانو لپاره دې د پاکستان د ویزو اسانتیاوې رامنځته شي.

ورته مهال ‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د ننګرهار ولسونه هماغه ډول چې د علم او ادب په برخه کې پرمختګونه لري، د افغانستان د آزادۍ او د اشغال د خاتمې په دواړو دورو کې یې فعاله ونډه اخیستې او ډېرې قربانۍ یې زغملي دي.

‎نوموړي وویل، چې پر افغانستان د اسلامي نظام حاکمیت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ننګرهار د مجاهدو ولسونو ارمان و او د دې نظام ساتل هم د ټولو افغانانو مسؤولیت دی هېچا ته د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه مه ورکوئ.

‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

‎هغه زیاته کړه، ګاونډیان او نړیوال باید مطمین و اوسي، چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هېچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي، بلکې غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل ولري.

‎هغه د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې وویل، چې دغه ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل د پراخېدو په موخه جوړېږي.

‎ مولوي عبدالکبیر د ننګرهار قومي مشرانو او علماوو ته په وینا کې وویل، چې د هغوی په وړاندیزونو به غور وشي، په ختیځو ولایاتونو کې به پراختیايي پروژې پلې شي او اسلامي امارت د هېواد رغونه او د بنسټونو جوړول په خپل لومړیتوبونو کې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته