ټولنه

ددريو پرمختيايي پروژوکار پيل شو .

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
په فراه ولايت کې ددريو ټولګټو پروژو دبنسټ  ډبرې کيښودل شوې .
دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې دفراه ښار په څلورمه ناحيه کې درې پلونه چې دوه يې په جنوبي کانال کې او يويي په شمالي  کانال کې دى شامل دي چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
ناصري وايي چې ددغو دريو پلونو اوږدوالى پنځه متره او سوريې  يو متر دى چې دښاروالۍ دبودجې په لګښت  جوړيږي .
دده دڅرګندونوله مخې: دفراه ولايت دڅو ولسواليو اوسيدونکي له ستونزو سره مخامخ و چې ددغو پلونو په جوړيدو سره به د خلکو ستونزې لرې شي .
ويل کيږي چې دغه درې پلونه دفراه ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي چې دوه مليونه  او دوه سوه زره افغانۍ پرې لګيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته