امنیت

څلور تنه ماين ښخوونکي دننګرهار په حصارک کې ووژل شول.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
څلور تنه تروريست طالبان دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دغه څلور تنه ماين ښخوونکي هغه وخت ووژل شول چې دننګرهار ولايت دحصارک او غني خيلو دولسواليو په مربوطاتو کې په سړک کې په ماين ښخولو بوخت وو چې ماين وچاوديد او دوى ووژل شول .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار ولايت دسره رود او روداتو دولسواليو په مربوطاتو کې دماين دچاودنې د دوو پيښو مخه ونيوله.
دغه ماينونه په واټونو کې ښخ کړاى شوي و چې له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړاى شول.
ديوبل خبرله مخې : دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تروريستو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو په نښته کې دغورځنګ په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته