کابل/ د کب ٢۴مه/ باختر
د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون پنځه وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه طالبان تېره شپه په مارجې ولسوالۍ کې هغه ووژل شول چې غوښتل يې د پوځيانو پر کاروان بريد وکړي.
د هلمند پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په نښته کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو ملامسافر او ملاعمري په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
په هلمند کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه د لښکرګاه بازار ته څېرمه د طالبانو په يوه پټنځې کې ساتل کېده.
پوليس وايي چې له دې زېرمې څخه څو ماينونه، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
پاى ذ