امنیت

دغزني ولايت له جيل څخه لس تنه بنديان ازاد شول .

کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
دغزني ولايت له مرکزي  جيل څخه پرون لس تنه بنديان ازاد شول .
دغزني ولايت داستيناف محکمې رييس عبدالصمد حقداد باختراژانس ته وويل. چې دغه بنديان دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له فرمان سره سم له  بند څخه ازاد شول او دشپږ څلويښتو تنو نورو بنديانو دبند په موده کې له دووکلونو څخه تر شپږو مياشتو پورې تخفيف راغلى دى چې اته تنه يې ښځې  دي .
دغزني ولايت په جيل کې داوو تنو ښځو په ګډون څلور سوه پنځوس تنه شپې سبا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته