ټولنه

په ښرنه کې د فني او حرفوي زده کړو کورس پیل شو

ښرنه باختر د زمري د میاشتې ۶ مه
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رياست له خوا درې سوه تنو نارينه او ښځينه و ته د شپږو بېلا بېلو فني او حرفوي زده کړو کورس د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.
د پکتيکا د کار او ټولنيزو چارو رېیس غلام رحمان همدرد باختر اژانس ته وویل چې په دې کورس کې د خیاطۍ، نلدوانۍ، برق، موبایل جوړونه، ولډینګ او د موټر سیکلونو د جوړولو زده کړې شاملې دي چې د مسلکي استادانو له خوا به په کې زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شي.
همدرد زياته کړه چې په دې  پروژه کې به د شاوخوا نهو میلونو افغانیو په لګښت زده کوونکو ته د اړتیا وړ توکي واخیستل شي.
دی وایي هڅه مو دا ده چې دغه ډول پروژې لا زیاتې کړي او وزګارو ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د دغه کورس د پرانستلو پرمهال وویل چې، بریالي خلګ هغه دي چې زیات هنرونه زده کړي.
والي وویل: د دولت له مسؤلیتونو څخه یو مسؤلیت دا دی چې وزګارو ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي، څو هغوی له نشه یي توکو او نورو ناروا لارو څخه راوکرځوي.
ده دغه راز هیله څرګنده کړه چې د دغسې کورسونو لړۍ دې تر لرې پرتو ولسوالیو هم وغځول شي.
په همدې مهال د کورس يو تن زده کوونکي هم د دغه کورس په جوړېدو سره خوښي وښوده او زياته یې کړه چې د فني زده کړو له لارې به وکولای شي چې خپل ځان او ټولنې ته چوپړ وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته