امنیت

دوه تنه دغلا په تور په نيمروز کې ونيول شول .

کابل باختر د مرغومي  لسمه :
پوليسو دوه تنه پرون دنيمروز ولايت  مرکز زرنج ښار کې د غلا په تور ونيول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر وياند ولي احمد صريع  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت دمنسوبانو له خوا دزرنج ښار په درې يمه حوزه کې ونيول شول .
  صريع وويل چې له دغو غلو څخه يو غلا کړى شوى موټر هم ترلاسه شوى دى چې خاوند ته يې وسپارل شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته