ټولنه

دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
یو شمېر دیني عالمانو په قندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو د جزتامونو په جامع جوماتونو کې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د هیواد د عالمانو وروستۍ فتوا ته په اشارې سره د طالبانو جګړه ناروا وبلله اوپه هیواد کې یې د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.
دعالمانومطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
مولوي محمد طاوس حقانی د ۲۰۵ اتل قول اردو په جامع جومات کې امنیتي ځواکونو ته  د جمعې د خطبې پر مهال وویل، د جګړې له دوام څخه یوازې د افغانستان دښمنان ګټه اخلي او طالبان باید د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.
ده زیاته کړه، چې که طالبان د سولې له خبرو اترو څخه انکار وکړي هغوی به له الهی اوامرو څخه سرغړونکي او د خدای (ج) او رسول (ص) په وړاندې مسوول وپېژندل شي.
دغه راز مولوي حقاني د افغانستان د امنیتي ځواکونو جګړه په حقه وبلله اوزیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه له هیواد او خلکو څخه ساتنه کوي او جګړه یې په حقه ده.
مولوي حقاني د خبرو په دوام زیاته کړه، د عالمانو وروستۍ فتوا په ډاګه کړه، چې په هیواد کې روانه جګړه جهاد نه بلکې د افغانستان د خلکو پر وړاندې دی.
مولوي عبدالمحیط عزیزي د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا په جامع جومات کې د جمعې د خطبې پر مهال وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر وړاندې وسله واله مبارزه، چې ۹۹ سلنه خلک یې مسلمانان دي او د اسلامي اساسي قانون لرونکي دي، هېڅ ډول شرعي جواز نلري او د اسلامي نصوصو پر بنسټ د جهاد حکم یوازې د اسلامي دولت له صلاحیت څخه دی.
ده دغه راز چاودنې او ځانمرګي بریدونه د اسلام له نظره مردود او دغه کړنې یې د اسلام له مقدس دین سره په ټکر کې وبللې.
مولوي محمد یعقوب د ۲۰۵ اتل قول اردو د ضربتي لوا په جامع جومات کې امنیتي ځواکونو ته د خطبې په خبرو کې وویل، اسلام د سولې، زغم او وروګلوۍ دین دی، موږ په اسلامي هیوادونو او ټوله نړۍ کې افراطیت او تاوتریخوالی په کلکه غندو او له عالمانو، ملي، سیمه ییزو او نړیوالو مجتهدینو څخه غوښتنه کوو، چې د عالمانو له وروستۍ فتوا څخه د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې د لازیاتې وینې توېدنې څخه د مخنیوي په برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.
ده دغه راز له طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې له پروسې سره یوځای او د یوه با ثباته افغانستان په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
یوه بل دیني عالم، ذبیح الله ابدالی، چې د پولیسو په ۴۰۴ میوند زون کې یې خبرې کولې، زیاته کړه: د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد مسلمان او اصلي بچیان دي.
ده وویل، چې د طالبانو او د دولت د نورو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د هیواد د امنیتي ځواکونو جګړه روا او د افغانستان له خلکو او دولت څخه ساتنه د هغوی له دیني او هیوادنۍ دندې څخه ګڼل ګېږي.
دغه دیني عالم د شاوخوا ۳۰۰۰ عالمانو وروستۍ فتوا ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې د طالبانو او نور مخالفو ډلو جګړه مشروعیت نلري او هغوی باید د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ابدالي په پای کې زیاته کړه، چې تر فتوا وروسته د جګړې دوام مردود او که چېرې طالبان بیا هم جګړې ته ادامه ورکړي، امنیتي ځواکونه به په پوره مېړانې او شهامت سره د هغوی پر وړاندې مبارزه وکړي او هغوی به وځپي. پاى    ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته