ټولنه

يوسلو اويا ټنه اوړه په مستحقو کورنيو وويشل شول .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دسمنګانو ولايت دايبکو ښار په بيوزلو کورنيو د ١٧٠ ټنو اوړو د ويشلو پروګرام له پيښو سره دمبارزې د ادارې له خوا پيل شو.
دسمنګانو ولايت له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې رييس رجب علي يوسفي باختر آژانس ته وويل :  دغه مرسته د ترسره شوې سروې له مخې ترسره کيږي.
د ده دڅرګندونو له مخې :  دغه اوړه د سيلاو په شان د طبعي پيښو له زيانمو شويو کسانو سره دمرستې په خاطر زيرمه شوي او اوس په بيوزلو کورنيو، ګونډو ښځو او معيوبينو چې په تيرو کلونو کې د وچکالۍ  له امله زيانمن شوي و  ويشل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته