فرهنګ

د علامه سيدجمال الدين افغان ترعنوان لاندې د علمي – څيړنيز سيمينار د جوړولو د کميسيون لومړۍ غونډه جوړه شوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د علامه سيدجمال الدين افغان ترعنوان لاندې د علمي – څيړنيز سيمينار د جوړولو د کميسيون لومړۍ غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه . د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د دغې غوڼدې په پيل کې پوهاند باوري د هېواد د ادبي او فرهنګي شخصيتونو د کارنامو په باب د علمي – څيړنيزو سيمينارونو جوړولو ته په اشارې سره وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ځل د سيد جمال الدين افغان د شخصيت او کارنامو په باب سيمينار جوړوي. وروسته د غونډې برخه والو په لاښه توګه د سيمينار د جوړولو په باب خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل . په دې غونډه کې د مقالو د عنوانونو او د سيمينارد جوړولو د وخت په باب هم خبرې وشوې پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته