کابل / د چنګاښ ۲۳ مه / باختر
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې د وسله والو طالبانو او پاڅوون کوونکو ترمنځ نښته کې ۲ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپيان شول.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په نښته کې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۵ ټپیان شوي او د طالبانو د عشر او زکات مسوول نیول شوی دی.
ویل کېږي په نښته کې یو پاڅوون کوونکی هم ټپي شوی دی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ