امنیت

د یوه قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۳مه
د کونړ او کاپیسا په ولایتونو کې د یوه قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان د هوايي بریدونو له امله ووژل شول.
د۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
دغه هوایي بریدونه د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالۍ د سرینګاب په غره او د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د کاسه ګل، خولی سونک او غلام بانډه په سیموکې د افغان ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله یې د یوه قوماندان شیرآغا په ګډون ۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
پای – ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته