کابل باختر د ليندى يوولسمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مقاماتو نن سهار اوتيره شپه څه ناڅه نهه بمونه او ماينونه دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې کشف او شنډ کړي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل :طالبانو او داعشيانو غوښتل چې ددغو بمونو او ماينونو په کارولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښې رامنځته کړي خوبريالي نه شول .
ده وويل چې ځاى پرځاى کړى شوي ماينونه اوبمونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شوي دي .
ددغوبمونو او ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ