ټولنه

د پکتیا د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړ

کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د پکتیا د جانې خېلو، پټان، احمدخېلو، لجه منګل، څمکنیو او ځاځي اریوب ولسوالیو ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د تېري پای ته رسېدو په موخه جوړه شوې غونډه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په دې غونډه کې پر افغانانو غږ وکړ چې ټول سره یوموټي شي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امارت په ننګه غونډې جوړېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته