روغتیا

د کرونا پر خلاف مبارزه کې د نړیوالو مرستو سمون

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
کرونا د نړۍ ټولو هېوادونو ته ستر ګواښ دی. د کوویډ – ۱۹ ناروغانو شمېر په ټوله نړۍ کې ورځ تر بلې زیاتېږي. ملګرو ملتونو پرون د دغې ناروغۍ پرخلاف د نړیوالو ګډو هڅو غوښتنه وکړه. د ناټو سکرټرجنرال هم پرون وویل چې د ناټو عمومي قوماندان ته یې دنده سپارلې ده چې د کرونا پر خلاف مبارزه کې د دغه پوځي سازمان د هڅو مشري وکړي.
څرګنده خبره ده چې د نړۍ وروسته پاتي هېوادونه د دغې ناروغۍ پر وړاندې د نورو په پرتله ډېر زیانمنونکي دي. افغانستان هم د نړۍ په وروسته پاتي هېوادونو کې راځي او له دې امله ښایې تر ټولو زیانمنونکی هېواد وي. افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. له نېکه مرغه ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو تیاری څرګندی کړی چې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د باختر آژانس مفسر د نړیوالو مرستو اړتیا او همدارنګه د دغو مرستو ښه سمون ته کتنه کړې ده او لیکي:
د چین له خوا په مرسته شویو روغتیایي توکیو بار لومړۍ الوتکه کابل ته راورسېده. د چین مرستې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نورو هېوادونو لپاره ځکه ارزښت لري چې کوویډ -۱۹ ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې رامنځ ته شوه او همدارنګه چين، په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې ویې کولای شول د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي او په ووهان ښار کې چې د کرونا ویروس په کې پیدا شو، د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر صفر کړي.
یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنه کړې ده. د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او نورو ګڼو مالي او مرستندویو نړیوالو بنسټونو د بېړنیو مرستو ټټر وهلی دی.
څه چې اوس د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري، دا دي چې افغان حکومت او په ځانګړي ډول د کرونا پر خلاف د مبارزې عالي کمېټه باید د نړیوالو مرستو د جلبولو او له دغو مرستو د اغېزمنې ګټې اخیستو لپاره یو روڼ میکانیزم جوړ کړي.
اصلي خبره دا ده چې باید له ټولو امکاناتو او وسایلو کار واخیستل شي چې هېڅوک دا فرصت ونه لري چې هم له نړیوالو مرستو او هم له کورنیو مرستو ناوړه ګټه واخلي.  تجربو ښودلې چې یو شمېر فرصت غوښتونکي عناصر تل په دغه راز حالاتو کې هڅه کوي چې ناروا ګټه ترلاسه کړي او د خلکو او حکومت له مجبوریته ناوړه ګټه واخلي. موږ څو ورځې وړاندې ولیدل چې څنګه محتکرینو د اوړو بیه دوه برابره لوړه کړه او داسې فضا یې رامنځ ته کړه چې ګنې د اوړو زېرمې مخ پر پای ته رسېدو دي.
په دغه میکانیزم کې باید د دغه راز کړنو مخه ونیول شي او که اړتیا وي، قوانینو او مقرراتو ته نوې کتنه وشي. همدارنګه عالي کمېټه باید د افغانستان د اړتیاوو یو بشپړ او پوره روښانه تصویر ولري. موږ ته باید پوره روښانه وي چې کومو شیانو ته اړتیا لرو، څومره اړتیا لرو او په کومو ولایتونو او ښارونو کې اړتیا لرو. که موږ په دې اړه روښانه تصویر ونه لرو، نو څرګنده خبره ده چې کورنۍ او نړیوالې مرستې په ښه او ګټوره توګه تنظیمولی نه شوو. موږ د دغو مرستو بشپړ سمون او تنظیم ته اړتیا لرو او دا د کرونا پر خلاف د مبارزې د عالي کمېټې تر ټولو لومړۍ او ستره دنده ده.
پاى/ن.ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته