نړۍ

په هند کې دسيلاونو دراوتلو له امله اوويا تنه ووژل شول

نوي ډيلي دويچه ويله   باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
په وروستيو ورځو کې دهند په ګجرات ايالت کې دسيلاونو دراوتلو له امله څه ناڅه اويا تنه وژل شوي دي .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونو  له خولې خبر راکړ.  دهند هوايي ځواکونه تراوسه پورې په دې بريالي شوي دي   چې لس زره تنه  په دغه ايالت کې  تر خطر لاندې سيمو څخه  ژغوري  خو لا تراوسه پورې هم ګڼ شمير خلک په ساحه کې بند پاتې دي.
په ګجرات کې دموسمي اورښتونوله امله  دسيلاونو راوتل دځينو واټونو ، داوسپنې دپټليو ، پلونو  او دمخابراتو  او بريښنا دسيستمونو دويجاړتيا سبب شوي دي.
دهند ، پاکستان ، بنګله ديش  او نيپال په ګډون  داسيا دجنوب په هېوادونو کې  کال په کال دسيلاونو د راوتلو له امله  په  زرګونو تنه له منځه ځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته