کابل باختردسلواغې دمياشتې ٧ :
دفارياب ولايت دخان چارباغ دولسوالۍ دارالحفاظ دودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
دخان چارباغ ولسوالۍ دپوهنې مدير محمدروزي باختراژانس ته وويل دغه ودانۍ د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې دجرمني ددوشف دموسسې په مرسته دڅه دپاسه يوسلو اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يو پوړ کې جوړيږي چې اته درسي او دوه اداري خونې ، کتابتون داوبو مخزن او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي اوپه څلورو مياشتو کې به بشپړه شي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ