خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د ريکشا چلوونکي بايومتريک کيږي

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په ننګرهار کې د جنايي او تروريستي جرمونو له زياتوالي وروسته مسوولينو د دغو جرمونو د کمښت او مخنيوي لپاره يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.
د جنايي او تروريستي جرمونو د کمښت او مخنيوي لپاره د ننګرهارد سيمه ييزې ادارې يو پلان د بې اسنا دو او جعلي سندونو د ريکشاګانو د ګرځېدو راګرځېدو مخنيوى دى.
ننګرهار له هغو ولايتونو څخه دى چې ريکشاګانې پکې زيات فعاليت کوي.
د ننګرهار امنيتي مقاماتو په وار وار ويلي دي چې ورانکاربانډونه او تروريستي ډلې د خپلو فعاليتونو ترسره کولو لپاره زياتره له ريکشا څخه استفاده کوي.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل باختراژانس ته وويل چې د ترافيکو ادارو ته يې لارښوونه کړې چې په جلال اباد ښار او د دغه ولايت په نورو ښارونو کې د بې سندو او يا په جعلي سندونو د ريکشاګانو د تګ راتګ اوګرځېدو مخه ونيسي.
هغه وويل( بي سنده او يا په جعلي سندونو ريکشاګانې دروي او د قانوني سند لرونکو ريکشاګانو چلوونکي بايومتريک کوي)
د ننګرهار والي وايي چې دغه کاربه په دغه ولايت کې د جنايي او تروريستي جرمونو په کمښت مثبته اغيزه کوي، له بله پلوه د ننګرهار د ترافيکو مسوولين وايي چې له ښار څخه د لسګونو بي سندو او دجعلي سندونو ريکشاګانو په راټولولو بريالي شوي دي.
د امنيتي چارو کارپوهان وايي د ريکشا د چلوونکو بايومتريک چې په ننګرهار کې د ترافيکو زيات بار په غاړه لري کولاى شي د دغه ولايت د امنيت له ښه والي سره مرسته وکړي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته