کابل/ د وري۲۲ مه/ باختر
د جوزجان د پوهنې رییس او د یاد ریاست د برنامو آمرینو د شبرغان ښار ۶ ښوونځي وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د جوزجان د پوهنې رییس او د یاد ریاست د برنامو آمرینو د مصر آباد د هلکانو لیسه، د مصرآباد د نجونو لیسه، د مصر آبا منځنی ښوونځی او یو شمېر نور ښوونځي وکتل، په دې کتنه کې د پوهنې رییس محمد طاهر جواد مسوولیونو ته وویل چې خپل دنده په ښه توګه اجرا کړي، هغه زیاتوي هغه کسان چې د پوهنې ریاست په تشکیل کې دنده ترسره کوي که چېرې خپله دنده په ښه توګه ترسره نه کړي له دندو څخه لرې کېږي.
د جوزجان د پوهنې رییس ډاډ ورکړ هغه ښوونځي چې درسي ټولګي نه لري او زده کوونکي په آزاده فضا کې درس لولي د خلکو په همکارۍ یې ستونزو ته رسیده ګي کوي.
بارکزی