نوى ډيلى ايرنا باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
د جمو او کشمير ايالت پوليسو اعلام وکړ چې د پوليسو د استوګنې په ښارګوټي د يوشمېر پوځي مليشو په بريدکې اته تنه پوليسان او درې تنه پوځي مليشې ووژلې شوې.
د جمو او کشمير د پوليسو پلټوونکي ( اس پي وايد) له خبريالانوسره په خبروکې څرګنده کړه: په دې بريدکې چې پرون له غرمې وروسته پيل شو، څو ساعته يې دوام وکړ.
ده زياته کړه: يو تروريست د پوليسو د استوګې ښارګوتي ته له ننوتو وروسته ځانمرګى بريد ترسره کړ.
د کشمير د پوليسو پلټوونکي څرګنده کړه چې د هند امنيتي او د اردو ځواکونو د تروريستانو په کلابندولو سره يې د دغه ښارګوټي په تشولو اقدام وکړ.
1 د یوې دقیقې څخه لږ