نړۍ

تبصره

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٦
دايران د اټومي شخړې دحل کولو په باب دايران او دنړۍ دشپږو قدرتونو موافقه ديوې ديپلوماسۍ برياليتوب او د همغږۍ او پيوستون لپاره يو فرست دى چې کيداى شي دمقابلې تضادونو ځاى ويني.
دباختر آژانس مبصر ليکي: ايران او د نړۍ شپږ قدرتونه ديو لړ اوږدو او جنجالي خبرو وروسته په پاى کې دايران د اټومي شخړې دحل کولو په باب موافقې ته ورسيدل. هغه موافقه چې نه يوازې په ايران کې بلکې دسيمې په نورو هيوادونو او دنړيوالو هيوادونو له مثبت غبرګون سره مخامخه شوه.
افغانستان هغه هيواد چې له څو لسيزو راپه دې خوا يې دسيمه ييزو سياليو او تضادونو له امله زيات کړاوونه او دردونه ګاللي دي د اټومي شخړې دحل کولو په برخه کې دنړۍ له قدرتونو سره د خپل لويديځ ګاوندي ايران دموافقې هرکلى کوي او دهرهغه تفاهم او خبرو ملاتړ کوي چې وکولاى شي سيمه ييز او نړيوال بحران او ستونزې له منځه يوسي.
ددغو هيوادونو ترمنځ دموافقې په ترلاسه کيدو سره د دې فرصت برابريږي چې دايران پرخلاف لګول شوي بنديزونه لرې او د دې زمينه برابره شي چې ايران دسيمه ييزو شخړو او ستونزو په حل کولو کې مثبت او رغنده رول ولوبوي او خپل دريځ بيا وڅيړي. ځکه د اټومي پروګرام په باب له ايران سره دلويديځو هيوادونو ستونزې په سيمه کې د تضاد او سيالۍ سبب شوې چې لمنې يې نور هيوادونه او خلک زيانمن کړل.
ايران او لويديځ په خپلې وروستۍ موافقې سره دخبرو او تفاهم دريڅه پرانستلې او ثابته يې کړه چې دهرې ستونزې حل کول خپل منطق لري.
دوى له يوې پيچلې شخړې سره چې هماغه اټومي مسلې دي په ديپلوماسۍ او پوهې سره چلند وکړ. ددغې ستونزې حل دنورو ستونزو دحل کولو لاره لنډه کړه ځکه هغه نورې ستونزې او شخړې چې دسيمې او نړۍ په کچه شته له اټومي مسئلو څخه پيچلې نه دي دغه موافقه کولاى شي شخړې او جګړې له منځه يوسي او دسيمې دتفاهم او همغږۍ په لور لاره پرانيزي او په پاى کې سيمه له سيالۍ څخه وژغوري.
هيره دې نشي چې دلويديځ او ايران ترمنځ شخړې او ناندرې د دې سبب شوې چې ځنې کړى تروريزم او بنسټپالنه پيدا کړي.
دغو کړيو هلې ځلې وکړې په هغو نامساعدو حالاتو کې چې دلويديځ او ايران ترمنځ دمفکورې دتضاد زيږنده وو ځان طرحه کړي. دغه راز همدغه ناخوالې او لنډ پار چلندونه وو چې په سيمه کې دنورو هيوادونو د نيابتي جګړې سبب شول خو وروستۍ موافقه کيداى شي سيمې ته زياتې ګټې ورسوي او د دې فرصت برابر کړي چې په دې موافقه کې شامل هيوادونه دسيالۍ او تضاد او په دغه شان سياليو کې دنورو هيوادونو دښکيل کولو پرځاى دروا اقتصادي اړيکو دپراختيا لپاره نوې فضا برابره کړي او داقتصادي همکاريو په شتون کې دسيمې ثبات پياوړى کړي.
بله خبره ، دايران خلکو ددغه هيواد او د نړۍ دشپږ قدرتونو ترمنځ دموافقې له ترلاسه کيدو وروسته ،دخپل هيواد له سياستوالو او په تيره بيا دايران له جمهور رييس حسن روحاني څخه مننه وکړه . چې په خپلو ژمنو يې وفا وکړه او ايران يې دمقابلې او نښتې څخه وژغوره دا د دې څرګندوى دى که چيرې سياستوال وغواړي کولاى شي له خلکو سره په خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي د ژمنې عملي کول په خپله د سياستوالو محبوبيت زياتوي لکه څنګه چې وروستۍ موافقه ديوې ژمنې زيږنده ده چې کولاى شو هغه په سياسي چلند کې يو اصل وبولو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته