ټولنه

په بدخشان کې دزلزلې له امله ٢٢ کورونه ويجاړشول

کابل باختردکب دمياشتې ٢٧ :

په بغلان ولايت کې  نن سهارله غلو سره دپوليسو دنښتې له امله يو غل ټپي اودرې تنه نور يي ونيول شول.

دمرکزي بغلان  دولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن محمدکمين ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې باختراژانس ته وويل نښته نن سهار په زاړه بغلان کې دبغلان _ کندز دلوي لاري دشاهي خيلو په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو غلو غوښتل دسپرليو مالونه اوشتمنې لوټي کړي.

خبرځاى زياته کړه وسله وال غله  له پوليسو سره مخامخ شول  او  ددواړو لورو ترمنځ نښته کې يو غل ټپي شو اودرې  تنه نوريي ونيول شول .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشينکوف  ، يو سرف  موټر او دوه موټرسايکلونه هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.

ديادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکي هم څلور تنه دتاله اوبرفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دښکاري درى په لويه لاره کې دسپرليو مالونو دغلا په تور نيول شوي وو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته