امنیت

دکندز ولايت امنيه قوماندان له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتي شو

دکندز ولايت امنيه قوماندان   له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتي شو.

درارسيدلو خبرونو له مخې  وسله والو طالبانو غوښتل  دکندز دمرکز په شپږکېلومتري واټن  دالچېن سيمه کې په ماين ايښودلو سره په سميع الله قطره  بريدوکړي خو افغان ځواکونو دقوماندان قطره دکاروان له تيريدو مخکې دغه ماين شنډکړ.

دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا په امام صاحب  ولسوالۍ کې دحضرت امام حسين رض  د جنډي دپورته کولو له مراسمو څخه دکندز ولايت دامنيه قوماندان  له ستنيدو څخه څوشيبې مخکې دپوليسو ددغه مقام دکاروان دتيريدو په تګلوري کې ځاى پرځاى کړي و.

دکندز پوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل دغه ماين دامام صاحب ولسوالي په لاره کې ځاي پرځاي شوي و چې د چاودني په صورت کې دامام حسين  دجنډي دپورته  کولو دمراسمو زيارت کوونکو ته هم زيان رسيده.

په امام صاحب  ولسوالۍ کې دامام حسين جنډه کال په کال پورته کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته