امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د فارياب ولايت معاونيت ته نومول شوى سړى ووژل شو

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د فارياب ولايت د معاونيت لپاره نومول شوى سړى له اوو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
د وسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان او د دغې ډلې له خوا دفارياب ولايت د معاونيت لپاره نومول شوى ملا عبدالصمد تېره شپه د قيصار-غورماچ  د ولسواليو ترمنځ سړک کې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو . 
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمد رضا رضايي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په هغو عملياتو کې چې د ملي اردو د ځواکونوله خوا دقيصار او غورماچ دولسواليو په مربوطاتوکې پيل شوي دي؛ د هوايي بريدونو او د توپچي پوځ او د پليو ځواکونو د ګوزارونو له امله اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نوريې ټپيان شوي دي .
خبرځاى وويل: ملا عبدالصمد چې په دې وروستيو وختوکې يې دفارياب ولايت په مربوطاتو کې دجګړې رهبري په غاړه لرله؛ د ده په ځپل کيدو سره به امنيتي حالت ښه والي پيدا کړي .
رضايي زياته کړه چې د دغو غملياتو په  بهيرکې د طالبانو يوه زغرواله واسطه ، يو رنجر موټر او شپږ موټرسايکلونه له منځه تللي او د هغوى له خوا درې ماينونه هم کشف او شنډکړى شوي دي .
د يادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې د لومړۍ پلې لوا دوه تنه سرتيري ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې دغه عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د قيصار او غورماچ د ولسواليو تر پاکولو پورې دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته