روغتیا

په هېواد کې روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ځانګړى تيارى نيولي دي

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دهېواد په مرکز اوولايتونو کې دروغتيايي خدمتونونو دوړاندې کولو مرکزونو او روغتونونو نن ځانګړي تدبيرونه نيولي دي .
دعامې روغتيا وزارت دمرکز دروغتونونو رييس ډاکترسيدکبير اميري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دعامې روغتيا وزارت په مشرۍ دملي دفاع اودکورنيو چارو دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست اودافغاني سرې مياشتې دټولنې دروغتيايي څانګو داستازو په ګډون دهمغږۍ  يو ټيم  دشهيدسردار محمدداودخان په روغتون کې نن ټول روغتونونه او روغتيايي مرکزونه رهبري کوي اودکومې پيښې په صورت کې  له ډيل پرته  اقدام کوي .
دغه راز ډاکتر اميري يادونه وکړه : دعامې روغتيا وزارت مشرتابه هيئت له لارښوونې سره سم ټول ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي خپلو  دندو ته حاضر شوي دي  او په سمبالو امبولانسونو سره په دغو مرکزونو کې ټول امکانات  چمتو شوي دي .
دباخترآژانس دخبريالانو دخبرله مخې : دولايتونو دعامې روغتيا رياستونو هم ځانګړي تدبيرونه نيولي دي اوعاجلو پيښو ته دځواب ورکولو لپاره يې ټول امکانات برابرکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته