ټولنه

د هېواد فرهنګي او ادبي شخصيت مولانا عنبري وفات شو

کابل / باختر/ د زمري ٧مه
د هېواد ممتاز فرهنګي او ادبي شخصيت مولانا نصر الدين عنبري پرون وفات شو.
مولانا د هېواد رباني عالم، عارف، شاعر، ليکوال، مورخ او د فرهنګ او ثقافت ممتاز شخصيت دى چې نيمه پيړۍ يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مربوطاتو کې  دعامه افکاور د روښانولو د آمر، مسلکي کارپوه او د رياست د مرستيسال په توګه دندې ترسره کړې او يوه موده يې د هېواد د لويديځې حوزې دعالمانو او روحانيونو دعالي شورا د مرستيال په توګه دين ادا کړ او په زرګونو شاګردان يې وروزل او ټولنې ته يې وړاندې کړل .
د باختراژانس د خبرله مخې، مولانا عنبري د هرات د ابداتو د تاريخ په ډګر کې  د زياتو معلوماتو خاوندو و او په دې لاره کې يولړ تاليفات هم لري.
  د جلوه رحمت په نامه د مولانا دغزلياتو ديوان د چاپ په ګاڼه  سمبال شوى دى او مولانا صاحب دوه کاله مخکې د جمهوري رياست د مقام له  لوري د مډال په ترلاسه کولو هم بريالى شوى دى.
  مولانا صاحب عنبري  پرون د پنځه اتيا کلنۍ  په عمر د هندوستان هېواد په يو روغتون کې وفات شو.
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته