کابل باخترد وري دمياشتې ١١ :
دهيواد دکرکټ ملي ټيم دکويټ دکرکټ ملي ټيم ته په ماتې ورکولوسره د آسيا دکرکټ د شورا د شل اوريزوسياليونيمه وروستى پړاو ته لاره وموندله.
دباختراژانس دخبرله مخې : د هيواد دکرکټ ملي ټيم نن دکويټ دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو نيمه وروستى پړاو ته يې لاره وموندله.
دهيواد د کرکټ ملي ټيم ددغوسياليو په بهيرکې د عمان او بحرين په ټيمونو هم بريالى شوى و او يواځې د اماراتو له ټيم څخه ماتې خوړلې وه.
په نننۍ لوبه کې لومړۍدکويټ لوبغاړو لوبه پيل کړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدوسره يې يوسلو درې ديرش منډې دهيواد ملي ټيم ته هدف وټاکه چې زموږ دهيواد ملي ټيم دکريم صادق ، نجيب الله ځدران ، ګلبدين نايب او د فضل الرحمن په ښه ځليدوسره ټاکلى هدف ته ورسيد او دکويټ ټيم ته يې ماتې ورکړه .
0 1 دقیقه لوستل