امنیت

په کندز ولايت کې دوه ويشتو تنو مخالفينوته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
دملي اردو دځانګړو قطعاتو دعملياتو په بهير کې چې تيره شپه دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ  دنهر صوفي او يکم په کليو کې ترسره شول پنځلس تنه ياغيان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دپامير دشلمې فرقې دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دسرپه زيانونوسربيره ددوى دوسلو او مهماتو يوه ډيپو هم ويجاړه شوې ده .
ويل کيږي د يوې  اوونۍ په بهير کې دخاصو قطعاتو دشپنيو  په پرله پسې  عملياتو کې پنځوس تنه مخالفين وژل شوي او ديرش تنه نور يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته