سیاست

د جمهوررييس مرستيال قانونپوه سرور دانش : موږ دخلکو او حکومت ترمنځ دواټن دپيدا کيدوله ا مله انديښنه لرو

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفيرمايکل مک کينلي پرون دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري  رياست له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او دانتخاباتو دترسره کولو ، انتخاباتي اصلاحاتو او دغه راز افغانستان ته  دترکمنستان دبريښنا دليږدونې دپروژې په ګډون دبيلابيلو مسئلو په باب  خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. 
دجمهوررييس مرستيال په دې کتنه  کې څرګنده کړه چې دامريکا دولت په وروستيو پنځلسو کلونو کې دافغانستان دنوي نظام يو اصلي ملاتړى او ډير ستر مرستندوى دى  اوپه همدې دليل   دامريکا له دولت سره ددوستانه اړيکو ساتنه  اوپياوړتيا زيات اهميت لري.
قانونپوه دانش په  خپل وخت دانتخاباتو په ترسره کولو اودانتخاباتي اصلاحاتو دترسره کولو په اړتيا باندې ټينګار وکړ او دانتخاباتو د ترسره کولو په باب يې  دافغانانو له تصميم سره دنړيوالې ټولنې  دملاتړ غوښتنه وکړه.
قانونپوه سرور دانش افغانستان ته  دترکمنستان دبريښنا دليږدونې دپروژې  دموضوع په اړوند وويل ؛ له بده مرغه    دځينو دولتي بنسټونو دکړنوپه دليل  په مرکزي سيمو کې دافغانستان  يو زيات شميرهېوادوال ددې احساس کوي چې   توپيري چلند ورسره کيږي  او دغه مسئله  دحکومت اودزيات شمير هېوادوالو ترمنځ دواټن د پيداکيدو سبب شوې  ده .
ده ټينګار وکړ چې موږ دخلکو او حکومت ترمنځ دواټن دپيدا کيدو له امله انديښنه لرو او هڅه او هاند کوو چې د  حکومت له خوا اعتراض کوونکو ته څرګند او دقناعت وړ ځوابونه وړاندې شي.
د جمهوررييس مرستيال زياته کړه ؛ چې دافغانستان حکومت بايد دټولنيز عدالت او دانډوليزې   پرمختيا په نسبت ژمن واوسي  او دهېوادوالو ترمنځ  له هر راز توپير پرته دې  دمهمو ملي مسئلو په اړوند تصميم ونيسي .
قانونپوه سرور دانش په دې کتنه کې دغه راز وويل ؛ خلک په دې لحاظ  حساس شوي دي  چې له بده مرغه  دهېواد  دبريښنا په شل کلن ماسترپلان کې   څلورو ولايتونو نورستان  ، باميانو ، غور  او دايکنډي ته  هيڅ راز پروژه  په  پام کې نه ده نيول شوې .
ده څرګنده کړه  هغه خلک چې نن په دغې موضوع اعتراض لري  په تيرو کلونو کې يې  ډير مدني چلندونه لرل  او تل دافغانستان ددولت  ملاتړي دي او هيڅکله   دنظام دکمزوري کولو اويا پرځولو غوښتوونکي نه دي .
دجمهوررييس مرستيال ټينګار وکړ چې  داعتراض کوونکو غوښتنې په بشپړه توګه مدني دي او دافغانستان له  هيڅ يو بل تبعه سره په تضاد کې نه دي.
په دې کتنه کې  په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفيرمايکل مک کينلي هم د جمهوررييس له مرستيال سره  دکتنې له امله  دخوښۍ په څرګندولوسره   دافغانستان له دولت او خلکو سره  په ملاتړ ټينګار وکړ .
ده زياته کړه دامريکا دمتحده ايالاتو دولت  دبريِښنا  دمزو دليږدونې دتګلوري  دانتخاب او ډيزاين په باب  هيڅ راز نظر او دخالت نه لري .
مک کينلي وويل ؛ دامريکا دولت دهغو پروژو ملاتړ کوي چې د ټيکاو سبب شي   او دټولنيز عدالت  اودهميشنۍ پرمختيا په لاره کې وي.
ده دغه راز  دانتخاباتو دبهير په ګډون په بيلابيلو برخو کې دنړيوالې ټولنې او دامريکا دمرستو د دوام ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته