امنیت

د دوو ځانمرګي بريدونو مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
دبغلان ولايت پوليسو نن د دوو چاودنومخه ونيوله.
  دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: پوليسو يو ماين دپلخمري ښارپه مربوطاتوکې او يوبل ماين چې شپږ ديرش  کيلوګرامه چاوديدونکي توکي پکې و؛ دمرکزي بغلان په يوګڼ ميشت ځاى کې  کشف او شنډ کړي دي .
بشارت زياته کړه: ددغو توکو په کشف سره په دغه ولايت کې د زړه بوږنوونکو پيښو مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته