سیاست

اجراييه رييس د افغانستان لپاره د ملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختر د لړم دريمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله نن په سپيدار  ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سازمان له ځانګړي  استازي تاداميچي يماموتو سره وکتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد د وروستيو سياسي بدلونونو په باب خبرې وشوې.
د ملګرو ملتو د سازمان استازي د افغانستان لپاره د بروکسل په کنفرانس کې د افغانستان د برياليتوب او د نړيوالې ټولنې د ژمنې له امله مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې ژمنه په دغه هېوادکې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې ګړندې کړي .
د ملګرو ملتو د سازمان استازي دغه راز سعودي عربستان ته د هېواد د اجراييه رييس د بريالي سفر له امله مبارکي وويله او هغه يې په بهرني سياست کې د افغانستان د حکومت د برياليتوبونو ښه بېلګه وبلله.
په دې غونډه کې دغه راز د هېواد د وروستيو پوځي بدلونونو او د سولې د خبرو د بهير په باب غور وشو .
د هېواد اجراييه رييس په خپلو خبروکې د حکومت د پرمختګونو او ستونزو او غه راز په بروکسل کنفرانس کې د حکومت د لاس ته راوړنو او سعودي عربستان ته د سفر په باب د ملګروملتو د سازمان له  استازي سره خبرې وکړې .
دغه راز په دې غونډه کې د مهاجرينو د حالت او له پاکستان څخه د راستنوشويو مهاجرينو او د ملګرو ملتو د سازمان د مرستو او مهاجرينو ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو په باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته