سیاست

د مشرانو جرګې د جزايي اجرااتو د قانون په باب د تعديلونوطرحه تصويب کړه

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د سنامجلس د لومړي نايب محمدعلم ايزديارپه مشرۍ دمشرانوجرګې په نننۍ  غونډه کې د جزايي اجرااتو د قانون په باب د تعديلونو طرحه تر ديرشمې مادې پورې تصويب شوه .
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه قانون چې د افغانستان د اساسي قانون د مادو له حکم سره سم د جزايي اجرااتو په مقصدوضع شوى دى؛ دحکومت او د ولسي جرګې له خوا د هغه له را رسيدو سره سم مشرانوجرګې د تقنيني، عدلي او قضايي چاروپه کميسيون او په نورو کميسيونونوکې مطالعه شوى و؛ د سناتورانو غلام محى الدين منصف او د محمد حسن هوتک له خوا غونډې ته وړاندې شو چې د غړو د نظريو د وړاندې کيدووروسته له ځينو تعديلونو سره تر ديرشمې مادې پورې تصويب شو او نورې مادې يې د غونډې دټاکلى نصاب د نه پوره کيدو په نسبت، تصويب نه شوې او ټينګار وشو چې د مجلس غړي دې بايدپه راتلوونکو غونډوکې دقوانينو دتصويب او د نورو سپارل شويو دندو د اجرا کولو لپاره حاضر شي.
دغه راز د سنامجلسدلومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د فراه او هرات ولايتونو ته د مشرانوجرګې دهيئت د سفر رپوټ دسناتور ګل احمد اعظمي له خوا غونډې ته وړاندې شو او وويل شو چې دغه هيئت د فراه له والي اوددغه ولايت د ادارو له رييسانو او يو شمېر مشرانو سره ليدنې کتنې وکړې چې دغو مسوولينو د خپلو برياليتوبونو د بيانولوپه ترڅ کې د سيمه ئيزو او نظامي ادارو د ښې  همغږۍ  يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې اړوندې چارې د سيمه ئيزو ادارو او د ولايتي شورا په تفاهم سره پرمخ ځي او امنيتي حالت د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د امنيتي ځواکونو دګډوهڅو له امله ښه شوى دى .
په رپوټ کې ليکل شوي دي چې دغه هيئت د يو شمېر مشرانو، مجاهدينو، سپين ږيرو، د ولايتي شورا د رييس او غړو په شتون د بياجوړولو او د امنيت دتامينولو په برخوکې د پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او د شيخ ابو نصر فراهي دپنځه پنځوسو کيلومتروپه اوږدوالى د سړک دپخولو په باب چې د مهمو تجارتي لارو له جملې څخه بلل کيږي او د وارداتي بريښنا د تمديد او ددغه ولايت د بڼستيزو پروژو د جوړولو په تيره بيا د بخش آباد د بريښنا د بند د سترې پروژې  د بشپړولو دحکومت دپاملرنې په باب خپلې دغوښتنې طرحه کړې چې له اقتصادي يعنې د بريښنا د توليد او د اوبو د زيرمې له پلوه د هيوادپه کچه ستر ارزښت لري؛ د حکومت پاملرنه واړوله او هم دسنامجلس هيئت په فراه ولايت کې د ملي اردو د لوامقر، امنيه قوماندانۍ، دملي امنيت رياست او دفراه پوهنتون وکتل .
ايزديارپه فراه ولايت کې دملي اردواوپوليسو د مقر دکتنې په وخت کې افسرانو او سرتيرو ته په خطاب کې وويل چې افغانستان په تاسو اوستاسو په پياوړو مټو چې د هيواد د عزت ، خپلواکي، سولې او د امنيت په دفاع کې ياست او دغه راز ستاسو په سرښندنو او هميشنيو هلوځلو وياړي اوهم يې دتاريخي ساحو دکتنې په وخت کې ددغه ولايت دتاريخي سيموپه ساتنې او ترميمولو باندې ټينګار وکړ او دطرحه شويو وړانديزونوپه څيړنه کې يې دهمکارۍ ژمنه  وکړه .
ده زياته کړه چې دغه هيئت په هرات ولايت کې ددغه ولايت له والي فضل الله وحيدي او له نورو مسوولينو سره ليدنې کتنې وکړې.
دښاغلي وحيدي دڅرګندونو له مخې: دښار د څلويښتو کيلومترو واټونو پخول، کليوالي سيمو ته د بيا رغاونې د پروګرامونوپراختيا، د امنيتي حالت ښه والى په تيره بيا دجمهوري رياست او د ولايتي شورا ګانو د انتخاباتود امنيت تامينول ددغه ولايت کاري لومړيتوبونه دي او دغه راز دغه هيئت ددغه ولايت د ولايتي شورا له غړو، امنيتي مسوولينو، د جهادله قوماندانانو ، مشرانو او مخورو سره د روانو مسئلوپه باب خبرې وکړې چې د ولايتي  شورا وکيل ډاکتر  فيض زاده ددغه شوراپه استازيتوب ددغه ولايت دخلکو غوښتنې او وړانديزونه دغه هيئت ته څرګندکړل. خو دغونډې په آزادو خبروکې ځينو سناتورانو د لوګر ولايت د ليسو دفارغانودکانکور د آزموينې په بهيرکې د ولايتي شورا او د ولسي جرګې د ځينو غړو په لاسوهنې سخته نيوکه وکړه. دحکومت په چارو په تيره بيا په علمي او تخصصي برخوکې لاسوهنه او تقلب يې ناسم عمل وباله او انديښنه يې څرګنده کړه: که چيرې دغه شان حالت په نورو  ولايتونوکې هم دوام ومومي؛ د هيواد د لوړو زده کړو په وړاندې به ډير جدي بحرانونه رامنځته شي.
دلوړو زده کړو  وزارت د لوګر ولايت دکانکور د آزموينې نتيجې چې څه موده مخکې واخيستل شوه؛ ددغو لاسوهنو په نيت باطلې اعلام کړې دي چې د دويمې آزموينې د اخيستلو په صورت کې حکومت او د لوړو زده کړو وزارت ته جدي ستونزې او اضافي لګښتونه متوجه کړي دي .
دغه راز يو شمېر سناتورانو د افغانستان _ امريکا د امنيتي تړون په اړوند خپلې نظريې څرګندې کړې؛ د افغانستان په امريکايي اډوکې د امريکا د اردو له خوا د ځينوحربي وسايلو ليلامول او سوځول يې ددغه تړون د لاسليک په ځنډولوپورې اړوند وبلل چې د افغانستان د اردو د پياوړتيا بهير تر پوښتنې لاندې نيسي .
په همدې ترتيب يوشمېر  سناتورانو د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د له منځه وړلو په نامه دپروژوي فعاليت اوکمپاينونو ترسره کول  ناکام وبلل او دا کاريې  دکمپاين کوونکو د جيبونو ډکول وبلل چې په نتيجه کې يې په هيوادکې د ښځو حالت ښه شوى نه دى؛ آن لاپسې خراب شوى دى. خو ځينو نورو ددغو فعاليتونو د اغيزمن بللو په ترڅ کې د ښځو د حقوقو دترلاسه کولو په لاره کې دهغوى په زياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ .
دغه راز ځينو غړو په شفاف، عادلانه اوسراسري ډول د انتخاباتو په ترسره کولو باندې د ټينګار په ترڅ کې د هيواد له امنيتي ارګانونو په تيره بيا د انتخاباتو په بهيرکې د امنيتي ګواښونو د څيړنې له کميسيون څخه وغوښتل چې ددغه ملي بهير په ترسره کولوکې دې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي او له دغه کميسيون څخه  وغوښتل شول چې دعامه پوهاوى په تيره د انتخاباتو په بهير د سيمو دخلکو د پوهاوي په برخه کې لازمه پاملرنه  وکړي .
دغه راز ځينو نورو سناتورانو د سمنګانو په ولايت کې د پراخو اعتراضونو د دوام يادونه وکړه او انديښنه يې څرګنده کړه. له اړوندو اداروڅخه وغوښتل شول چې د سيمې دخلکو ترمنځ ددغې نښتې په بندولوکې چې ناوړه عواقب به ولري؛ لازم اقدام وکړي او هم دې د خلکو روا غوښتنو ته قناعت بخښوونکى ځواب وړاندې  کړي.
په همدې حال کې يو شمېر سناتورانو د کابل د شمال سيموپه تيره بيا ٣١٥ پروژې ته د بريښنا د شبکې د غځولواو په کابل ښارکې د بريښنا د پرله پسې پرچاويو په لاره کې په خپل وخت د بريښنا شرکت د نه اجرااتو له امله شکايت وکړ او دخلکو دغوښتنو په څيړنې باندې يې ټينګار وکړ.
دلوګر ولايت سناتور ددغه ولايت د ازرې ولسوالۍ دامنيتي حالت د لازيات خرابوالى خبر ورکړ او ويې ويل چې په دې وروستيو وختوکې يو شمېر چيچني اتباع، عربان او نور سيمي ته رسيدلي دي او دحالاتو دبې ثباته کولو په لاره کې هلې ځلې کوي چې مسوول مقامات دې بايد په دې برخه کې لازم تدبيرونه ونيسي .
دغونډې په جمع بندۍ کې ددغو مواردوپه باب تمرکز وشو او اړوندو کميسيونونو اومراجعو ته دنده وسپاره شوه چې په دغو مواردوکې هراړخيزې څيړنې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته