-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
په پرتمين ډول د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې د هېواد د خپلواکۍ د يوسلويوېمې کاليزې د نمانځنې لپاره د تياري په مقصد د پروان فرهنګي کمېټې غونډه پرون په دغه ولايت کې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د پروان ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي د هېواد د خپلواکۍ د جشن د نمانځنې د څرنګوالي اوپه پرتمين ډول د دغې تاريخي ورځې د نمانځنې په خاطر د فرهنګي کمېټې د نيول شويو تدبيرونو په باب معلومات وړاندې کړل .او د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې په مناسبت د ډول ډول فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو خبرورکړ.
د پروان والي فضل الدين عيار د فرهنګي کمېټې له غړو وغوښتل چې په دې مناسبت ورزشي نمايشات، حانګړي پوځي مراسم ، شب شعراونور پروګرامونه د هېواد د خپلواکۍ د جشن په مناسبت ترسره کړي . په دې غونډه کې د دولتي ادارو يوشمېر رييسانو په پرتمين ډول د هېواد د خپلواکۍ د نمانځنې په خاطر خپلې نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل. ختم _ ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل