کابل، د چنګاښ١٤مه، باختر
د فارياب په بېلابېلو سيمو کې دریو پيښو کې پرون درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د فارياب امنيتي مسوولین وايي، چې په دغه ولايت کې يو سړي له غره څخه غورځېدلی او مړ شوی دی. په خبره یې، د دغه ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د ګليم باف په سيمه کې د يو فلاينکوچ موټر د چپه کيدو له امله موټر چلوونکى وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.
خبرځاى وويل، چې يوه بوډۍ ښځه تېره شپه د فارياب د قيصار ولسوالۍ په يکه تال کلي کې څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.
د مړې شوې بوډۍ ښځې خپلوانو امنيتي مسوولينو ته ويلي چې دغې ښځې رواني ناروغي لرله.
\ ذ