امنیت

په ختيځه حوزه کې د ٢٠١سيلاب قول اردو عمليات .

کابل باختر د سلواغې  دوه ويشتمه :
په ختيځ زون کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو له خوا  په تيره يوه مياشت کې له پنځه  پنځوسو هوايي بريدونو سره دوه ويشت  محاربوي  او چاڼيز عمليات ترسره شوي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  دستراتيژيکي او عامه  چارو مسوول ډګروال محمد نعمان  هاتفي  دباختراژانس خبريال ته وويل: ددولت دمخالفينو  په پټنځيو ددغو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  څلور سوه درې څلويښت تنه وسله وال  مخالفين وژل شوي اويويوسلو اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  دوسله والو  مخالفينو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل له منځه وړل شوي دي .
  هاتفي  زياته کړه چې  د ٢٠١ سيلاب قول اردو  منسوبينو دخپل مسووليت  په ساحه کې په تيره يوه مياشت کې دنورستان  ولايت په مربوطاتو کې ددره چتراس دتوپان عمليات او دکونړ ولايت په مربوطاتو کې  دتوپان ٥٨، توپان ١٣_ توپان ٥٦،  توپان ٥٩ او توپان  صفر درې په نامه  عمليات ترسره  کيړي دي چې په دغو  عملياتو کې امنيتي ځواکونو په برياليتوب سره  پرمختګ کړى دى او دوسله والو  مخالفينو دپرمختګ مخه يې نيولې ده .
ده زياته کړه :دغه راز په هغو عملياتو کې چې دتوپان  ٦٢ شاهين ١١ ، شاهين ١٢،  شاهين ١٣، شاهين ١٤ او شاهين ١٥ په نومونو د دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول وسله والو مخالفينو ته دسردروند زيان اوښتى دى او دعملياتو برخه والو ديادونې وړ پرمختګونه کړي دي .
  هاتفي دهغو عملياتو چې دلغمان ولايت په مربوطاتو کې ترسره شوي دي  هم يادونه وکړه  او ويې ويل چې په تيره يوه مياشت کې دفولاد ٢٧، فولاد ٢٨ ، فولاد ٢٩ ، فولاد ٣٠، فولاد٣١ او فولاد٣٢ او دخنجر١٦او خنجر ١٧ عمليات دلغمان ولايت او دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره شوي دي چې په دغو عملياتو کې  ددښمن زياتره پټنځي  دړې وړې شوې دي .
نعمان هاتفي  وويل:  په هغو عملياتو کې چې د ٢٠١سيلاب قول اردو دمسووليت په ساحو کې  په تيره بيا په ننګرهار ولايت کې دوسله والو مخالفينو په سنګرونو او پټنځيو شوي دي دهغوى وروستۍ ځالې دړې وړې شوې دي .
ده زياته کړه چې په تيره يوه مياشت کې ددښمن په سنګرونو پنځه پنځوس  هوايي بريدونه شوي دي او له امله يې دداعش او دوسله والو طالبانو دډلې ديو شمير  قوماندانانو په ګډون دداعش او دوسله والو  طالبانو دډلو څلور سوه  درې څلويښت غړي وژل شوي اويوسلو  اووه ويشت تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  دغه راز  ده ددغو عملياتو په بهير کې  په ننګرهار ولايت کې داتلسو  تنو مشکوکوکسانو دنيولو خبر ورکړ .
  هاتفي وويل چې په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه   سپک او درانده جنګي وسايل له منځه وړل شوي دي اوسربيره پردې ٣٥٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم  د ٢٠١سيلاب  قول اردودځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ده دغه راز وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  دوسله والو مخالفينو پنځه ليږدونکي  وسايط ويجاړ شوي  او اته ويشت  ډول ډول  ماينونه شنډ کړى شوي دي 
هاتفي زياته کړه په ننګرهار کې دتيرې يوې مياشتې په بهير کې  د ٢٠١ سيلاب قول اردودځواکونو دعملياتوپه بهير کې  دوسله والو مخالفينو درې پټنځي او يو روزنيز مرکز او دخلافت غږ په نامه دهغوى يو راډيويي ستيشن  له منځه وړل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته