نړۍ

څوارلس پوځيان په سوريه کې ووژل شول

کابل /د تلي ٢٨مه /باختر
څوارلس پوځيان نن سهار د سورېې د پايتخت دمشق ښارکې ووژل شول.
باختراژانس د سوريې د خبري اژانس سانا له خولې خبرراکړ چې د سورېې په مرکز دمشق ښار د حافظ اسد پله ته څېرمه د پوځيانود سپرلې پرموټر د دوو چاودنوله امله ١٤ تنه پوځيان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
د سورېې پوځيانو له دغو دوو چاودنو وروسته يوه اندازه چاوديدونکي توکي د پېښې په سيمه کې شنډ کړل.
ويل کېږي په تېرو څومياشتوکې د سوريې په ختيځ کې د پوځيانو پر کاروانونو بريدونه شوي دي خوپه دمشق کې دغه شان پېښې دومره نه دي رامنځته شوي .
د ملګروملتوسازمان د څرګندونوله مخې؛ د سوريې په کورني جګړه کې نږدې ٣٥٠ زره تنه وژل شوي دي او يو زيات شمېر نور بې درکه شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته