-کابل باختر د وږي لسمه :
دنيګمرغه لوى اختر په ورځو کې دامنيت دتامينولو په موخه دسمنګانو په ولايت کې ځانګړي تدبيرونه نيول شوي دي .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالمنير رحيمي باختراژانس ته وويل چې ښاري ګارنيزيون دسمنګانو ولايت دملي پوليسو او دملي امنيت په ګډو هلوځلو سره د خلکو دښه امنيت دتامينولو ، دسازمان موندلو جرمونو دمخنيوي ، دتروريستي ډلو دهدفونو دشنډولو او دغير مسوولو وسله والو کسانو، د تورو ښيښو لرونکو موټرونو او د سندونو او پليټ نه لرونکو موټرسايکلونو دتګ راتګ دمخنيوي لپاره لازم تدبيرونه نيولي دي .
ده زياته کړه چې دخلکو دامنيت دتامينولو په خاطرددغه ولايت عمومي واټونو ولسواليو او ښار کې امنيتي پوستې جوړې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ