سیاستخبرونهTOPورزشتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کریکټ؛ هند له لومړیو پوهېده، چې افغانان تر نورو زیات دي

کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر

تبصره

بیګام د هندوستان په بنګلور ښار کې د دغه هېواد د کریکټ ملي لوبډله د دوه اړخیزې شل اوریزې لوبلړۍ په درېیمه او ورستۍ لوبه کې د ورغلې مېلمنې افغان لوبډلې کوربه وه.

د لوبې پچه د درېیم ځل لپاره بیا هم هندي لوبډل مشر روهېت شرما وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان بالرانو که څه هم ښه پیل وکړ او په پیل کې یې ۴ هندي توپوهونکي له میدان څخه بهر کړل خو د روهېت شرما په ګډون ټوله لوبډله یې د لوړ ۲۱۲ منډو له جوړولو راحصاره نه شوی کړی.

د افغانستان له لوري فرید ملک غوره توپ اچونه وکړه او ملي لوبډله کې یې د یو بهترین تېز توپ اچونکي د شتون هیلې لا هم ژوندۍ وساتلې، هغه اړخ چې د حمیدحسن تر تقاعد کېدو وروسته افغانستان ورسره سخت لاس او ګرېوان دی.

توپوهنه کې پیلیزو توپوهنکو رحمن الله ګریز او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل وکړ او وروسته بیا ګلبدین نایب (د افغانانو د زړونو نایب) د تل په څېر یو ځل بیا ځان وښوده، چې پر افغاني قوت پړسېدلو مټو کې یې لا هم زور شته او بهترینه توپوهنه یې وکړه، تر دې چې د کریکټ د نړۍ له سوپر طاقت هند سره یې لوبه برابره کړه.

سوپر اور کې افغانستان سره بخت ملګری نه و او بالاخره لوبه د هند په ګټه تمامه شوه، خو ټوله کې افغان لوبغاړ وښوده، چې دوی هم د سیالانو سیال دي.

خو د هند پر وړاندې دغو لوبو کې څو ټکي د پام وړ و یو دا چې هند پوهېده افغانستان تر نورو زیات دی، خو کم نه دی، نو له همدې امله یې یوه قوي لوبډله اعلان کړې وه، هغه څه چې لومړیو کې تحلیل دا کېده چې ګواکې هند به د افغانستان خلاف نسبتاً کمزورې لوبډله اعلان کړي، هغه څه چې د افغانستان لپاره یوه ښه زېری دی او ممکن نورې لوبډلې هم دغه ډول دریځ ونیسي.

دویم دا چې دغو لوبو وښوده، چې د افغان لوبغاړو پر ځای لوبولو او مدیریت کې لا هم ستونزې شته او مخکې تر دې، چې نړیوال جام ته ولاړ شو، ستونزو ته باید رسېدنه وشي.

درېیم دا خبره ډېره د پام وړ ده، چې د راشد یو احتیاطي قوي ځای ناستی باید پیدا شي، چې قیس احمد او یا کوم بل لوبغاړي ته لومړیتوب ورکول شي.

راتلونکي کې د افغانستان د بریاوو په هیله!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته