اقتصاد

په هلمند کې د پستې بڼونه او نرسرۍ په پراخېدو دي

کابل/ د چنګاښ ۱۸مه/ باختر

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د پستې ۳۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د پستې د بڼونو په جوړولو کې د خصوصي سکټور ونډه د پام وړ ده. الکو وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.» یو تن مخکښ هلمندي بزګر محمدلعل، چې په خپلو ځمکو کې یې د پستې بڼ جوړ کړی دی، وایي هر کال د پام وړ حاصل راټولوي او ترڅنګ یې د پستې د نیالګیو قوریه هم جوړه کړي ده، چې د قندهار ترڅنګ د هلمند په یوشمېر ولسوالیو لکه نوزاد، باغران، سنګین، دیشو، ګرمسیر، ګرشک، نادعلي، مارجه، ناوې او د ښار په ځینو سمیو کې په انفرادي توګه او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لارې يې د پستې نږدې لس زره نیالګي پلورلي او له یادو نیالګیو بزګرانو د پستې بڼونه جوړ کړي دي. محمدلعل اوس هم په خپلې قوریه کې د پستې څلور زره نیالګي د پلور لپاره لري. باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته