ټولنه

په قندهار کې له اړو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل / د چنګاښ ۳۰ مه / باختر
د قندهار د کډوالو چارو ریاست په دغه ولایت کې له ۲۵ بېرته راستنېدونکو، اړو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
باختر آژانس ته د قندهار له ولایتي ادارې څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې مرسته کې پر هرې کورنۍ ١٣٠٠٠ افغانۍ ووېشلې شوې. له داخلي بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره به د مرستو لړۍ دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې مرستې مالي ملاتړ UNHCR کوي او د HRDA اداره یې له کډوالو چارو ریاست سره په ګډه عملي کوي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته