کابل باختر د زمري شپاړلسمه :
دهرات _ ادرسکن په لويه لاره کې په مسافر وړونکي موټر دوسله والو کسانو ډزې دپنځو تنو ملکي وګړو دټپي کيدو سبب شوې .
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو کسانو دادرسکن _ شينډنډ په لويه لاره کې په يوه مسافروړونکي موټر ډزې وکړې .
دغه پنځه تنه دهرات ولايت اوسيدونکې او هغه کسان دي چې په مسافروړونکي موټر سپاره و ، ددغې پيښې ټپيان دهرات ښار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي .
دهرات ښار دمرکزي روغتون وياند وايي چې دغه ټپيان نن سهار دشپږو بجو دغه مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي .
ددغو کسانو څخه دوه تنه همدا اوس تر درملنې لاندې دي .
شيرزي ددغو کسانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .
1 1 دقیقه لوستل