سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د ملي شورا د مشرانو جرګې د رييس او غړو د ډاډګيرنې پيغام
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او غړي او د دغه مجلس د دارالانشا غړي د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتوکې د باقر العلوم په چوکاټ کې د پروني تروريستي او ځانمرګي بريد له امله چې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ د يو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شو، په ژدره توګه خواشيني شوي دي او د وحشي تروريستانو دغه اسلامي او انساني ضد عمل هغه هم د خداى په کورکې چې مسلمانان د عبادت په حال کې وو؛ په کلکه غندي.
مشرانو جرګه دغه شان خطرناک تروريستي بريدونه او حرکات چې د سيمې د استخباراتو په لارښوونه او اشاره ترسره کيږي؛ د هېواد او خلکو په وړاندې د جدي خطر زنګ بولي او د دغه شان خطرناکو دسيسو د شنډو لپاره د جدي تدبيرونو په نيولو او د افغانانو د اتحاد او پيوستون په اړتيا باندې ټينګارکوي.
مشرانو جرګه په داسې حال کې چې د دغې زړه بوږنوونکې پيښې د شهيدانو پاک روح ته دعا کوي او ځان د دغې پيښې د قربانيانو د کورنيو په غم کې شريک بولي؛ ټينګار کوي چې ورونه قومونه دې د ملي وحدت تر چتر لاندې د دين او د افغانستان د ځوريدلى ملت د دښمنانو ناوړه نيتونه شنډ کړي او حکومت دې بايد په هغو زياتو سندونو او مدارکو سره چې په هېواد او د افغانستان په خلکو د ترسره شويو جنايتونو په باب په لاس کې لري؛ د ملګرو ملتو سازمان او د دغه سازمان امنيت شوراته شکايت وکړي او افغانستان د پيژندل شويو دښمنانو د تروريستي او اسلامي ضد او انساني ضد عملونو مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته