ټولنه

د کندز له بېځايه شويو کورنيو سره مرسته کيږي

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩

د کندز له ولايت څخه له ٢٤٦ بېځايه شويو کورنيو سره په پروان ولايت کې مرسته کيږي.

د چاريکارو له ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :

د پروان ولايت د يوشمېر دولتي ادارو په ترکيب کې يوه کميټه د کندز د بېځايه شويو کورنيو د سروې په مقصد د پروان ولايت د مقام له خوا موظفه شوې وه چې د خپل کار د نتيجو رپوټ يې ولايت ته وړاندکړ.

په هغې غونډه کې چې له همدې امله د پروان د والي محمد عاصم عاصم په مشرۍ او د دولتي ادارو د رييسانو او د نړيوالو موسسو د مسوولينو او د يو شمېر سوداګرو په ګډون جوړه شوې وه؛ د دغې کميټې غړو وويل چې ١٥٤ کورنۍ د چاريکارو ښار، ٧٧ کورنۍ په جبل السراج ولسوالۍ او ١٤ کورنۍ هم په بګرام ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوې دي .

دولتي ادارو، نړيوالو موسسو او يو شمېر سوداګرو د کندز له بېځايه شويو کورنيو سره د مرستې په خاطر خپل تيارى اعلام کړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته