نړۍ

د قرغزستان جمهور رييس : په خپل هېواد کې امريکا ته پوځي اډه نه ورکوو

کابل /د لړم ٢مه /باختر
د قرغزستان جمهور رييس په دغه هېواد کې امريکا ته د پوځي اډې د ورکولوامکان رد کړ.
هغه وويل چې په قرغزستان کې امريکا ته به پوځي اډه ورنه کړو.
يوشمېر لويديځو رسنيو په دې وروستيو وختو کې په قرغزستان کې د امريکا د پوځي اډې د جوړولو د امکان خبرورکړ.
د قرغزستان جمهورريس سدير جباروف د دغو اوازو په غبرګون کې وويل د دې امکان نشته چې په خپل هېواد کې امريکا ته پوځي اډه ورکړي.
هغه وويل چې دغه شان اقدام به قرغزستان له واشنګتن اومسکوسره د اړيکوله پلوه د پيشواوموږک له لوبې سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د روسيې يو پوځي اډه په قرغزستان کې شته .
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته