امنیت

په قندهارکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/باختر / د وري دمياشتې٣٠
اته تنه وسله وال طالبان نن د قندهار ولايت په مربوطاتوکې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوى په پټنځي کې بريد وشو.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په قندهار ولايت کې امنيتي مامورينو نن ددغه ولايت په مربوطاتوکې څو ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
دغه ماينونه د قندهارښار او د سنګين ولسوالۍ ترمنځ لاره  کې ځاى پرځاى کړى شوي و.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته