امنیت

شپږ تنه تروريست طالبان په ننګرهار ، قندهار او غزني کې ووژل شول.

کابل پاختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
شپږ تنه تروريست طالبان دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت دوياندمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دغو عملياتو کې چې دوسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور يې ونيول شول او يوشمير نور تروريست طالبان ټپيان شول .
  په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله  اوددرندو وسلو مهمات او پوځي  تجهيزات هم ترلاسه شوې دي.
دغه راز يو وسله وال طالب دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې او يوبل  تروريست طالب  دغزني ولايت په اندړو کې دملي اردودځواکونو په ورته عملياتو کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن  يوه اندازه  نور پوځي  وسايل او تجهيزات او يو کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي او يوموټرسايکل  يې ويجاړ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته